دوشنبه, ۲۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امریکا او چین اقتصادي جګړې، د امریکا د برلاسۍ لپاره هڅې!
بسم الله الرحمن الرحيم
د امریکا او چین اقتصادي جګړې، د امریکا د برلاسۍ لپاره هڅې!

(ژباړه)

خبر:

په دې وروستیو کې چین امریکا د لویې اقتصادي جګړې په پيلولو تورنه کړه. د ټرامپ د ادارې ۲۵ سلنه تعرفې د ۳۴ بېلیونه په ارزښت له اته سلنې چیني تولیداتو څخه ډېرې دي، چې په هغه کې صنعتي ماشینونه، طبي وسایل او اتوماتیکې برخې پکې شاملې دي.  بيجینګ ژمنه کړې چې د دغې قضیې په اړه غبرګون وښيي. نو ایا موږ رېښتیا هم یوه لویه اقتصادي جګړه ننداره کوو او که تر دې هم ناوړه څیز؟

تبصره:

د واشنګټن او بیجینګ تر منځ روانې شخړې یوازې د سوداګرۍ له امله نه دي، بلکې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ ډېر نور لیدلوري هم شته چې شاید ډېر ژر په یوې لویې اقتصادي جګړې بدل شي. د بیجینګ له خوا د پولي واحد بدلون، د امریکا د اټومي هوکړې د تسلیمېدو پر وړاندې د شمالي کوریا ناخوښي، د ټایوان د خپلواکۍ غوښتنه، له ګاونډیانو سره د چین سرحدي شخړې او د چین په سویلي سمندر کې د امریکا له سمندري ځواکونو سره د چین شخړې د پاملرنې وړ دي. کله چې یو نوی قدرت کافي ځواکونه ولري، تر دې چې په سیمه کې یو ځواک د واکمنۍ له پلوه وګواښي، د انتقالي قدرت ملاتړي د سختې جګړې احتمال ښيي. په ختیځه اسیا کې د امریکا او چین مبارزه د تل لپاره یو قدرت دی، چې ډېری امرونه رهبري کوي.

له دې ځایه لیدل کېږي چې د چین او امریکا جګړې ډېر ارزښت پیدا کړی او په ورته وخت کې هغه ګواښونه تاییدوي چې په سیمه کې د امریکا د نفوذ دې له منځه وړلو هڅې کوي. پر دې سربېره، امریکا په دې هڅه کې ده چې چین د نړیوالو قوانینو په دستګاه کې شامل کړي او دا په نړۍ کې له زبرځواکۍ څخه د امریکا د لېرې کېدو او پرېښودو نښې دي.

د ټرامپ اداره د امریکا له کمزورۍ او د نړیوالې دستګاه له محدودیتونو څخه خبره ده، چې د سیمه ییزو قدرتونو لکه چین، روسیې او اورپا د اندېښنو سختوالی جبران کړي. له یو قطبي حالت څخه دوه قطبي حالت ته د تحول په حال کې په یوه نړۍ کې د قوانینو بیاجوړل د شطرنج د پیاده دانې په څېر ده (د شطرنج د لوبې پیل د امتیازاتو لاسته راوړلو لپاره د یو یا دوو پیادوو له لاسه ورکول). د ټرامپ اداره پر دې باور ده چې د امریکا به خورا ښه ملاتړ وکړي. د ټرامپ اداره نړیوالې سوداګرۍ او سوداګریز پلاوي لکه د نړیوالې سوداګرۍ سازمان ته لږ پاملرنه کوي. چین د سوداګرۍ له نړیوال سازمان څخه شکایت کولی شي، خو د امریکا ولسمشر ټرامپ د یو انچ په کچه هم ځان ته ټکان نه ورکوي.

له دغه ټکي څخه پوهېږو چې له پوتین سره د ټرامپ د سولې وړاندیز او له سنتي متحدانو څخه اندېښنې په بشپړه توګه د پوهېدو وړ دي. ټرامپ پر دې باور دی چې له روسیې سره نوې هوکړه امریکا ته د پېښېدونکو ګواښونو په مخنیوي کې مرسته کولی شي او د اورپا او چین د نفوذ د مخنیوي پر وړاندې د یو لوی خنډ په توګه عمل کولی شي. دغه بیړنی عمل ټرامپ له چین سره معاملې ته خوځوي او له اروپايي ټولنې له پلټولو او ناټو څخه ګټه اخیستلو ته شا کوي.

دغه ټولې لارښوونې ټرامپ طرحه کړې چې د دغو اوږدمهاله متحدینو د تړون له شر څخه ارام شي او بیاځلي هر اړخیزه اړیکې رامنځته کړي. هره ورځ له چین او اروپا سره سوداګریزې جګړې حل لارې، اورپایان له چین سره د پیاوړې تګلارې په کتنه کې خسته کړي دي.

په هر حال، دا چې دغه حالت تر کومه دوام کوي، وخت به یې ځواب کړي، خو د دغو ټولو چارو پر وړاندې د اسلامي امت مسوولیت همغه واحد رسالت دی چې پر دغو ننګونو بریالي کېدایشي او خپل ځانونه د لاسپوڅو رهبرانو له منګولو وژغوري او یوې رښتنې حل لارې ته لاس رسی پیدا کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّ اللَّـهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ﴾

[رعد: ۱۱]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی د هر هغه قوم حالت تر هغه نه بدلوي تر څو خپل حالت پخپله بدل نه کړي.

لیکوال: عبدالمجید باتي

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ژباړه: بیهر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې